روسیه له ناټو سره په افغانستان کې ګډه ډله جوړوي

روسیه له ناتو سره په ګډه په افغانستان کې یوه خاصه ډله جوړوي چې په افغانستان کې د ناتو د فعالیتونو په اړه معلومات تر لاسه کړي.

په ناتو کې د روسیې استازی دیمتري راګوزین وایي دا ډله به د ناتو او روسیې شورا په چوګاټ کې جوړه شي.

راګوزین دغه راز د جمعې په ورځ وویل که چېری ناتو له افغانستان څخه ووځي نو یوه تباهي به رامنځ ته شي او د طالبانو یوه غښتلي ډله به د قفقاز د غرونو د شمال په لور حرکت وکړي.

په ناتو کي د روسیي استازي زیاته کړه مسکو له ناتو سره په افغانستان کې مرستې ته چمتو دی خو نه غواړي حتی یو عسکر هم افغانستان ته واستوي.