امریکا د افغانستان انتخاباتو د ورستیو نتایجو په تمه دی

په كابل كې د امريكا سفارت د افغانستان د رايو د لومړنيو نتايجوله اعلانېدو وروسته ويلي دي چې امريكا د انتخاباتو وروستيو نتايجو ته په تمه ده.

په كابل كې د امريكا سفارت له خوا په خپره شوې اعلاميه كې ويل شوي چې دوى په تمه دي ترڅو د انتخاباتوخپلواك كميسيون او د انتخاباتي شكايتونو كميسيون د شپږو قرنطين شوو مركزونو په ګډون خپلې څيړنې بشپړې كړي.

په اعلاميه كې هيله ښودل شوې چې انتخاباتي شكايتونه په سمه اوعادلانه توګه د انتخاباتو له كميسيون سره همكارۍ وڅيړل شي.

د انتخاباتو لومړني نتايج ښيې چې ولسمشركرزى ترخپلو سيالانو مخكې دى او له ده وروسته د ده اصلي سيال ډاكټرعبدالله دوهم ځاى لري.