انتخاباتي سرغړونو ته رسيدګي د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون وظيفه ده

د ولسمشرحامد كرزي د انتخاباتي مبارزو دفتر د اروپايي ټولنې د څارونكې ډلې له خوا د مشكوكو رايو د شمېرې اعلانول غير مسوولانه او د انتخاباتو او اساسي قانون سره په مخالفت كې بللي دي.

د حامد كرزي د انتخاباتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې اعلاميه كې ويل شوي چې د اساسي قانون له مخې انتخاباتي سرغړونې او شكايتونو ته رسيدګي د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون وظيفه ده.

او د كورنيو او بهرنيو څارونكو دنده د انتخاباتو د قانون له مخې د انتخاباتو د پروسې څارل او د انتخاباتي شكايتونو كميسيون ته د مشكوكو مواردو سپارل دي.

د اروپايي ټولنې څارونكې ډلې تېره ورځ وويل چې د افغانستان په انتخاباتو كې په پراخه سطحه درغلۍ شوي، دې ډلې ويلي دي چې څه باندې يوميليون رايې په درغلۍ سره حامد كرزي، درې لكه ډاكټرعبدالله او څه باندې نوي زره ډاكټربشردوست ته كارول شوي.