افغان ولسمشر حامد كرزي نن د افغان وژل شوي خبريال سلطان محمد منادي د كورنۍ د غړو سره په كتنه كې د نوموړي د وژل كېدو د پېښې په اړه د جدي څيړنو ډاډ وركړ.
د افغان ولسمشر د وياند له دفتر څخه په دې اړه په يوې خپره شوې خبر پاڼه كې راغلي چې د سلطان محمد منادي د وژل كېدو مساله د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت او د ملي امنيت د رياست له خوا په ګډه څيړل كيږي.
سلطان محمد منادي د بريتانيوي ځواكونو په هغو عملياتو كې چې د طالبانو له منگولو څخه دغو دوو يو افغان او يو بريتانيوي خبريال د خوشي كېدو په هدف تېره اونۍ په كندز ولايت كې تر سره شول ووژل شو.