په شمالي وزیرستان بیا بې پېلوټه الوتکیو توغندي توغولې دي

له پاکستان څخه رارسیدلي راپورونه وایي نن سهار وختي په شمالي وزیرستان باندي د مشکوکي امریکايی بي پیلوټه الوتکې په هوایي حملې کي څلور مشکوک وسله وال وژل شویدي.

عیني شاهدان وایي په حملې کي د وسله والو یو موټر په نښه شوی و. دوي وایي داسي ښکاري چي دا وسله وال بهرنیان دي.

د تېر آګست میاشت کي د بي پیلوټه الوتکي په یوې ورته حملې کي د پاکستانیو طالبانو مشر بیت الله مسعود هم وژل شوی و.

په سیمه کي د آزادۍ راډیو خبریال د ځاي خلکو په حواله وایي دا حمله د شمالي وزیرستان په میرعلي علاقه دارۍ کي په یوه کور باندي شوی او په وژل شویو سربېره اته کسان پکي ټپیان شوی هم دي.