په لويديځ زون كې د ظفر قول اردوچارواكي وايې چې تېره ورځ له طالبانوسره په نښتوكې نهه كورني او بهرني سرتېري وژل شوي او دولس نورټپيان شوي.
د ظفرقول اردو وياند عبدالبصيرغوري ازادۍ راډيوته وويل چې په وژل شوو كې دوه بهرني اواوه كورني سرتېري اوپه ټپيانوكې لس كورني اودوه بهرني عسكرشامل دي.
ده وويل چې كورنيواوبهرنيوعسكروته د هرات فراه د لارې په اوږدو كې فراه ولايت ته د خوړو د نړيوال سازمان د خوراكي موادو د ليږدولو په مهال مرګ ژوبله اوښتې ده.
ښاغلي غوري وويل چې په دغونښتوكې وسله والوطالبانوته هم مرګ ژوبله اوښتې خوده يې د شميرې په اړه بي خبري وښوده.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په دغونښتوكې د ډيرو كورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعا كړې خو د ظفرقول اردو چارواكي دا ادعا ردوي.
په عين حال كې د فراه ولايت سيمه ايزو امنيتي مسوولينو ويلي چې د ملي اردو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته كې درې ملكي كسان هم وژل شوي چې دوه تنه يې ښځې دي.
بل خوا د ايساف يا نړيوالو سوله ساتو ځواكونو ويلي دي چې دوه تنه بهرني سرتېري د افغانستان په ختيځ كې د چاودنې په ترڅ کې وژل شوي.
د ايساف د ځواكونو په خپره شوې اعلاميه كې ويل شوي چې دا دواړه سرتېري امريكايان دي او تيره ورځ وژل شوي.
په اعلاميه كې د دې پېښې د ځاى په اړه څه نه دي ويل شوی.