د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایي ګران روغتیایی خدمتونه د امریکا په بودیجې کې د کسر اصلی ریښه ده .
په هغې وینا کې چې ولسمشر بارک اوباما کانګرس ته کوله د روغیتایی خدمتونو د اصلاحاتو د پلان غوښتنه يې وکړه چې پکې د هغو خلکو لپاره چې روغتیایی بیمه نلري د عامه بیمې د امکان خبره هم شامله ده .
لږ تر لږه پینځوس ملیونه امریکایان روغتیایی بیمه نلري .
جمهوري غوښتونکي د عامه انتخاب یا ټولو خلکو ته د روغتیایي بیمې د ورکولو مخالف دي او خپله د اوباما په ډیموکراتانو کې هم په دې ارتباط اختلافات شته .