د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د یو نوي فیصده رايونتایج اعلان شول ، چې پر اساس یې ولسمشر حامد کرزي تر اوسه پورې د شمېرل شویو رایو ۵۴ فیصده او د نوموړي مهم سیال ډاکتر عبدالله د شمیرل شویو رایو ۲۸ فېصده رايې ګټلې دي.
همدا راز اشرف غني احمدزی ۹ فېصده رايي تر لاسه کړي.
د انتخاباتو کمیسون دا نتایج قسمي ناتیج بولې او وايي وروستي نتایج به د انتخاباتو دشکایاتونو له اوریدو وروسته اعلان شي.
دې کمېسون همدارنګه ویلي چې د رای ورکونې د ۶۰۰ مرکزونو رايې به هلته دشویو درغلیو له کبله نه شمیري .