ټاكل شوی چې د افغانستان د سوداګرۍ وزير به د چهارشنبې په ورځ په فلپين كې د اسيايې هېوادونو د سوداګرۍ د وزيرانو په غونډه كې ګډون وكړي.
دولتي خبري رسنۍ باختر خبر وركړی چې په دغې غونډه كې به پر چاپيريال د صنعتي فابريكو د اغېزو په اړه خبرې وشي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزير وحيد الله شهراني فلپين ته له خپل سفر څخه د مخه ويلي دي چې دى به د دغې غونډې په حاشيه كې له اسيايي بانك سره د حيرتان- مزارشريف ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ غزولو قرارداد هم لاسليك كړي، ټاكل شوی چې د اورګاډي د دغې ۸۵ كيلومټرو پټلۍ لګښت به ۱۶۵ مليونو ډالرو ته ورسېږي.
په يوه بل خبر كې راغلې دي چې د افغانستان د كرنې وزارت وايي هغه تازه مېوه چې پاكستان ته صادرېده په دې وروستيو كې د پاكستان له خوا د شوي ممانعت له كبله خوسا شوې.
د افغانستان د كرنې او مالدارۍ د وزارت وياند مجيدالله قرار د كابل چاپ راه نجات ورځپاڼې ته ويلي دي چې په لسګونو هغو لاريو موټرو ته چې د افغانستان په تازه مېوو بار وو، پاكستان اجازه نه ده وركړې او دغه ميوې په بشپړه توګه له منځه تللي،خو پاكستان تر اوسه پورې د دغه ممانعت په اړه څه نه دي ويلي.