خداى داد:مخدره مواد په دريو نورو ولايتونوکې هم صفرشوی

جنرال خداداد وايي په هغو ولایتونو کې چې نشه يي مواد صفر شوې

د افغانستان د مخدرو موادو پرضد د مبارزې وزارت وويل تېركال په هغو ولايتونو كې چې د كوكنارو كښت په كې صفر ته رسيدلې له ديرشو څخه زياتې پراختيايي پروژې په كې عملي شوي.
د افغانستان د مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت وايې درې نور ولايتونونه هم د هغو ولايتونو په كتار كى راغلي كوم چې د كوكنارو كښت په كې صفر ته رسيدلې او دا بهير په نورو ولايتونو كې هم روان دى.

د مخدرو موادو سره د مبارزې وزير جنرال خداى داد چې د ظرفيتونو د لوړولو او د مخدرو موادو پرضد ادارو كې د ښو كړنو څخه د تقدير يا درناوي په هدف جوړى شوى يوى ورځنى غونډه كې خبرې كولې وويل، لكه څرنګه چى تېركال په ولايتونو كې د كوكنارو د كښت د پاې ته رسلو بهير ډيرى لاسته رواړنې درلودې سږكال هم له دى بهير سره يو د بل پسې ولايتونو يو ځاې كيږي:

"د مخدرو موادو په ضد د ولايتي چارواكِِِِِِِِِِِِي دې له سيمه ايزو چارواكو سره په همكارى کې هڅه وكړي چى په ولايت او يا ټول افغانستان كې د مخدرو موادو كر له منځه ولاړه شي."

د جنرال خداى داد په وينا په هغو ولايتونو كې چې د كوكنارو كښت په كې صفر ته رسيدلې د دولت له لورې په لسګونه پراختيايې پروژې په كې عملي شوې:

"په دى غونډه كې د مخدرو موادو پرضد د مبارزې د وزارت چارواكو يو وار بيا په افغانستان كې د مخدرو موادو د كر توليد او قاچاق د له منځه وړلو او يا مخنيوي لپاره د نړيوالو د لازياتو مرستو غوښتنه وكړه."

د مخدرو موادو وزارت دا غوښتنه په داسې حال كې كوي چې تراوسه دا وزارت د مخدرو موادو د قاچاق وړونكو په نيولو او يا نومونو په ښكاره كولو كې خپله كمزوري ښودلې او دا هغه څه دي چې بيا قاچاق وړونكو ته يې د خپلې راكړې وركړې لپاره ښه زمينه برابره كړي.