د افغانستان د شمال د پنځو ولایتونو قومي مشرانو او سپین ږیرو له ملګرو ملتونو څخه د هغه څه په اړه، چې دوی د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې درغلۍ او سرغړونې بولي د جدي څیړنو غوښتنه وکړه.
دغو قومي مشرانو او سپین ږیرو، چې د بلخ، سمنګانو، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو استازي توب کاوه د شنبې په ورځ له ډاکټر عبداله سره ولیدل او یو ځلې بیا يې له هغه نه خپل ملاتړ اعلان کړ.
دغو مشرانو یو پریکړه لیک هم خپور کړې، چې په کې د انتخاباتو د درغلیو او سرغړونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده شوې ده.
د دغه پریکړه لیک په یوه برخه کې، چې د توریالي رزاقیار په نامه د یو قومي مشر له خوا لوستل کېده داسې راغلي دي:
"مونږ له ملګرو ملتونو، د لویدیځو هېوادونو له څارونکو او له اروپايې ټولنې څخه غواړو، چې د افغانانو رایو ته په بشپړ درناوی دې په انتخاباتو کې له درغلیو، سرغړونو او جعل کاریو سره په ناپیلې توګه چلند وکړي او د افغانستان له خلکو سره د یو رېښتني حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي."
دا لومړې ځل نه دې، چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په شویو انتخاباتو کې د درغلیو په اړه شکایت کیږي، بلکه تر دې مخکې هم څو څو وارې ورته ادعاوی شوی دي.
ډاکټر عبدالله بیا خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړ، چې په دې اړه به له هیچا سره کومه معامله ونه کړي او د دغو مسایلو د سپیناوي لپاره به په قانوني لارو چاروکې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمسیون وايي، چې دوی په انتخاباتي بهیر کې د شویو سرغړونو او درغلېو د څیړلو لپاره ځانګړې کمسیون لري، چې په دې برخه کې کار کوي.
د دغه کمسیون ویاند نور محمد نور د ازادۍ راډیو ته په خپلو خبرو کې وویل:
"د انتخاباتو د شکایاتو کمیسیون د ادنده لري چې باید دا کار ترسره کړي زه ټولو خلکو ته دا په ډاګه وایم چې د انتخاباتي شکایتوکمیسیون به خپل شکایتونه وڅیړي او هغه ته باید رسیدګي وکړي."
د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د سرغړونو او درغلیو دا ادعاوې په داسې حال کې کیږي، چې د رایو د شمېرلو بهیر دوام لري او تراوسه پورې یوازې د کابو پنځوسو فیصدو رایو نتایج اعلان شوی دي.
د انتخاباتي شکایتونو کمسیون هم وايي، چې په انتخاباتو کې د سرغړونو او درغلیو په اړه له دوو زرو نه زیات شکایتونه ترلاسه کړي، چې د دغه کمسیون په وینا پنځه سووه یې د رښتیا ثابتیدو په صورت کې د انتخاباتو په نتایجو هم اغیزه کولې شي.