سپینې ماڼۍ د کندز په ولایت کې د امریکا هوایي برید ته ژوره اندیښنه څرګنده کړه چې ویل کیږي پکې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وروسته تر هغه چې یوې امریکایي الوتکې په کندز کې د جرمني ځواکونو له لورې اجازه ترلاسه کړه د جمعې په شپه یې د تیلو پر هغو دوو ټانکرو ډزې وکړې چې وسله والو تښتولي و.
په دې پیښه کې ویل کیږي چې تر نوي تنه پوري وژل شوي دي.
ناټو په اوله کې ویلي و چې وژل شوي کسان ټول طالبان دي خو وروسته څرګنده شوه چې ګڼ شمیر زخمیان ملکیان دي.
د سپينې ماڼۍ ویاند رابرت ګېبس وویل، ښکاره خبره ده هر کله چې ملکیان په یوې پیښه کې لکه دغې پیښې کې وژل کیږي نو څرنګه چې مو پخوا خپګان ښوولی دا ځل هم خواشیني شوي یوو. د سپینې ماڼۍ ویاند زیاته کړه چې د دې پیښې تحقیقات به وکړو.