مقدونیا کې هم ادري فساد شته

د مقدونیا د کورنیو چارو وزیر وایي، چارواکو د پولیسو اته پنځوس افسران او د ګمرک څلور چارواکي د اداري فساد په تور نیولي دي.

په یوه بیان کې د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړه چې دغو مشکوکو کسانو له بلغاریا او سربیا سره په سرحد کار کاوه.

داسې باور کیږي چې ټولو نیول شویو کسانو له هغو البانیایانو رشوت اخیستی دی چې غوښتل یې یونان ته غیر قانوني د مقدونیا له لارې ولاړ شي.