ملګروملتونو د سولې نړیواله ورځ ولمانځله

ملګروملتونو نن د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت په كابل كې كمپاين پيل كړ.

د سې شنبې په ورځ په كابل كې د ملګروملتونو ادارې د سولې د ورځى لپاره د يوى خبري غونډې په جوړولو سره د سولې د راوستلو كمپاين په دى شعار چې تاسو د سولې لپاره څه كړي، پيل كړ.

د ملګروملتونو يوې وياندې نيلاب مبارز د جګړو له ټولو ښكيلو ډلو وغوښتل چى په هېواد كې د سولې راوستلو په مخه هڅې وكړي.

په افغانستان كى تېركال په دې ورځ ډزبندي اعلان او عملي شوه.

يوېشتم د سپتمبر د سولۍ نړيواله ورځ ده په ټولې نړې كى دا ورځ لمانځل كيږي.