له خوست څخه رارسیدلي راپورونه وايې، چې نن د دغه ولایت په اړوندو سیمو کې په دریو جلا چاودنو کې یو افغان سرحدي ساتونکې وژل شوې دې.
د خوست د امنیې قومندانۍ یو چارواکي، چې د نوم د نه اخستلو په شرط يې له ازادۍ راډیو سره خبرې کولې وویل، چې د خوست په مرکز، علي شیرو او ځاځي میدان ولسوالیو کې د ماین په دریو چاودنو کې د سرحدي ساتونکو درې موټره په نښه شوی دي.
د ده د معلوماتو له مخې په دې چاودنو کې د سرحدي ځواکونو یو موټر هم زیانمن شوې دې.
له بل لوري وسلوالو طالبانو د درې واړو چادونو مسولیت په غاړه اخستې دې او ویلي دي، چې په دې چاودنو کې يې د بهرنیو سرتېرو په ګډون اووه سرتېري وژلي دي.
خو چارواکي يې نه مني.