نور:د انتخاباتو په بهیر کې د بهرنیو د لاس وهنې د بندیدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون د انتخاباتو په بهیر کې د بهرنیو د لاس وهنې د بندیدو غوښتنه وکړه.

د دغه کمسیون ویاند نور محمد نورازادۍ راډیو ته وویل، چې انتخابات یو بشپړ افغاني بهیر دې او دوی هیڅ یو بهرني ته دا اجازه نه ورکوي، چې په هغې کې لاس وهنه وکړي او یا هم د هغو په اړه غیر مسولانه څرګندونې وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمسیون دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې په لویدیځو رسنیو کې د افغانستان په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه انتقادونو زور اخستې دې او دا هم اوریدل کیږي، چې د لویدیځ ځینې مشران د انتخاباتو د دوهم پړاو غوښتنه کوي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمسیون وايي، چې د افغانستان انتخابات یوه ملي پروسه ده او دا ډول څرګندونې په دغه بهیر کومه اغیزه نه لري.