د جاپان په انتخاباتو کې مخالف ډیموکراټ ګوندې ګټونکی ښکاري

داسې ښکاري چې په جاپان کې نن په عمومي انتخاباتوکې مخالف د موکرات ګوند بریالی کیدو ته نژدې شوی دی.

د دی ګوند بریالیتوب به د محافظه کار لیبرال ګوند څه باندی پنځوس کلنې واکمنۍ ته د پای ټکی کیږدي.

درایی ورکولو د مرکزونو له تړل کیدو وروسته د خبرې رسنیو له خوا احصایی ښیي چې ډیموکرات ګوند به د ۴۸۰ کسیز پارلمان څه باندی درې سوه څوکۍ خپلې کړي.

په دې انتخاباتو کې شاوخوا ۱۰۳ ملیونه جاپانیان د رایې ورکولو مستحق پیژندل شوې وو.

اکثره رایې ورکونکو، د صدراعظم تارو اسو په مشرۍ د لیبرال ډیموکرات ګوند په دې ملامت کړی چې جاپان یې داقتصادی بحران پر لورې بیولی دی.

جاپان چې دنړۍ دويم اقتصادي قدرت دی، د دغه اقتصادی رکود له امله بیکاری پکې په بې سارې توګه زیاته شوې ده .

د جاپان ډموکرات ګوند ویلي چې داداری فساد د ملاتړپر ځای به حکومت له مصرف کونکو او کارګرو سره په مرستې ډیر تمرکزوکړي.