کندز: د ماین چاودنې ملکي کسان وژلي دي

تيره ورځ ماښام مهال د كندز ښار ته ورڅيرمه د رستاق په كلي كې د مين په چاودنه كې دوه تنه وژل شوي او څلور نورټپيان دي.

د كندز د امنیې قومندان محمد زراق يعقوبي ازادۍ راډيو ته وويل چې وژل شوي دواړه ماشومان دي او ټپيان هم څلورواړه ملكي وګړي دي.

د پيښې مسووليت د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد منلى او ادعا يې كړې چې دوه پوليس يې وژلي او دوه نوريې ټپيان كړي دي.

خو د كندزامنيتي مسوولين دا ادعا ردوي.