یو لوړ پوړی سعودي چارواکی دځان وژنې له برید څخه ژوندی ووت

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس وايي چې ددې هېواد یو لوړ پوړی امنیتي چارواکی د ځان وژنې له یو بری څخه ژوندی وتلی .

دغه خبري اژانس وايي شهزاده محمد بن نایف چې د کورنیو چارو په وزارت کې دامنیتي چارو مسول دی د پنجشنبې په ورځ د روژې د میاشتې په مناسبت یې له خپلو یو شمیر پلویانو سره کتل چې یو سړي په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد وچول .

په رپوټ کې بم چونکی یو داسې کس ښودل شوې چې د سعودي پولیسو یې د نېولو هڅه کوله ، راپور وايي دې کس ویل غواړي له شهزاده سره وګوري او د هغې په وړاندې امنیتي مامورینو ته ځان تسلیم کړي. خو د تسلیمیدو پر ځای يې له ځان سره چاودیونکی مواد ور وړي و .

خبرو وايي په دې برید کې سعودي شهزاده سرسري ټپی شوی دی او برید کونکی وژل شوی خو نور چاته یې زیان نه دی اړولی .