افغان ولسمشر له امنيتي مسوولينو سره په يوې نوې ناسته كې د مركز او ولايتونو امنيتي پېښې تر څيړنې لاندې نيولي دي.
په هغه خبر پاڼه كې چې د افغانستان د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې راغلي چې په دغې ناسته كې چې نن جوړه شوه د انتخاباتو د امنيتي بهير او په كندهار ولايت كې د امنيت د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.
په خبر پاڼه كې راغلي چې د كندهار ولايت د وروستۍ چاودنې د څيړولو په هدف د كورنيو چارو د وزير محمد حنيف اتمر په مشر د استول شوي پلاوي راپور ولسمشر ته رسيدلاى.
د سې شنبې په ماښام په كندهار كې د يوې چاودنې له امله پنځه څلوېښت كسه ووژل شول او پنځه اویا كسه ټپيان شو.
ويل شوي چې ولسمشر كرزي امنيتي مسوولينو ته د امنيتي تدابيرو د ښه ټينګښت په خاطر نوې لارښوونې كړې دي.