مالي وزارت: د ګمرکونو د عوایدود زیاتوالي لپاره یوه اکاډمي جوړه شي

د افغانستان د مالي د وزارت چارواكي وايي ټاكل شوى چى د ګمركونو د عوايدو د زياتوالي او په ګمركونو كى د مسلكي اجرااتو لپاره د ګمركونو يوه اكاډمي جوړه شي.

د مالي د وزارت مرستيال غلام مقصود ثابت له ازادۍ راډيو سره په مركه كى وويل چى د دې اكاډمې د جوړولو هدف د ګمركونو د كاركونكو مسلكي كول او ښه روزنه ده څو وكولاى شي خپل فعاليتونه منْظم او د ګمركونو عوايد زيات كړي.

وركړل شوى شمېره ښايي چې د افغانستان د ګمركونو سږني عوايد پنځوس په سلو كى زيات شوي دی.

د سوداګرې او صنايع وزارت وايې چې كابل ته به د لمړنيو موادو د دولسو لاريو له رسيدو سره په ښار كې د خوراكي موادو بيعه ټيټه شي.

د باختر دولتي اژانس د راپور له مخې په دې وروستيو څو ورځو په كابل كې د خوراكي موادو بيعى لوړى شوي چى ګڼى اندېښنى يې راپارولي دي.

د سوداګرۍ د وزارت وياند جواد عمر ويلي هڅه كوي په ښار كې د خوراكي موادو لوړې بيعى خپل عادي حالت ته راولي.