کرزی: په کندهار کې د چاودنې په اړه دې جدي پلټنې وشي

افغان ولسمشر حامد کرزي د کندهار د خونړۍ چاودنې په اړه د جدي تحقیقاتو امر وکړ.

د ورکړل شویو راپورونو له مخې په دې چاودنه کې، چې تېر ماښام د روژه ماتې په وخت کې د کندهار په نوي ښار کې سپورټي سټیډیم ته څیرمه شوې تر څلوېښتو زیات خلک وژل شوي او پنځه شپیته نور ټپیان دي.

له دې چاودنې وروسته ولسمشر کرزي په کابل کې د امنیتي چارواکو یوه بیړنۍ غونډه راوبلله او د شوې چاودنې په اړه يې خبرې وکړې.

د افغانستان د جمهوري رياست د رسنيو دفتر ازادۍ راډيو ته وويل چې په غونډه كې د دفاع او كورنيو چارو وزيرانو او د ملي امنيت ريیس ګډون كړى و.

د جمهوري رياست له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر حامد كرزي امنيتي چارواكو ته دنده سپارلې چې ژر تر ژره په دې اړه پلټنې وكړي او د پېښې عاملين د قانون منګولو ته وسپاري.