ایران یوشمېرنوراصلاح غوښتونکي محاکمه کړل

ایران نن یو شمیر نور اصلاح غوښتونکي محاکمه کړل چې په انتخاباتو کې د جمهور ریس محمود احمد نژاد تر بریالې کیدو وروسته د نارامیو په ترڅ کې نیول شوي دي . په دې ډله کې ډیر له نولس سوه او نویم تر دوه زره پینځم میلادی کال پوری د پخوانې جمهور ریس محمد خاتمی د واکمني د وخت مامورین دی .

سید هاجریان چې د استخباراتو د وزارت پخوانی مرستیال دی او په دوه زره دویم میلادی کال کې د یوی ځان وژونکې حملی په ترڅ کې معیبوب شوی وو هم په دې ډله کې دی . د ایرنا خبري اژانس په حواله څارنوالانو هغه د ملی امنیت پر ضد پر هڅو تورن کړي او د تر ټولود سختی سزا غوښتنه یی کړی . په ایران کې معمولا داسی جرم ته د مرګ سزا ورکول کیږی .

د مخالفو ګوندونو مشرانو دا پیښه غندلي او یوه نمایشي محاکمه بللې ده .