نتانیاهواو براون خبرې کوي

د اسرايیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو نن د بریتانیا له صدراعظم ګوردن برون سره د منځنې ختیځ د سولې د خبرو د بیا پیلیدو د هڅو په اړه خبرې کوي .
نتانیاهو به د پینجشنبې په ورځ په برلین کې د جرمنی له صدراعظمې سره هم وویني او له هغې سره به د ایران د اتمې پروګرام د بندلو لپاره پر نړیوالو هڅو وغږیږي .

هغه به همدا شان په لندن کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د ځانګړي استازي جورج میچل سره هم خبرې وکړي . میچل له اسراییل څخه په کلکه غواړي چې په اشغالي لویدیځې غاړې او ختیځ بیت المقدس کې دې د کورونو ودانول بند کړي .