کای ایده: کاندیدان او ملاتړي دې حوصله وکړي

کای ایده وايي دې کې هېڅ شک نه شته چې په انتخاباتو کې بې نظمۍ موجودې وې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي کای ایده پرون په کابل کې له کاندیدانو او د هغوی له ملاتړو وغوښتل چې ارام و اوسې او د انتخاباتو خپلواک کمیسون پرېږدي چې کار وکړي.
کای ایده پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل په انتخاباتو کې له شوې بې نظمیو سترګې نه شي پټیدلی . نوموړي زیاته کړه:

(( کای ایډه وايي ، په دې کې هېڅ شک نه شته چې د انتخاباتو په ورځ بې نظمۍ شوې دي، همدارنګه لکه څنګه چې تاسو پوهېږﺉ د انتخاباتو له ورځې دمخه هم ځینې سرغړونې شوې دي))

کای ایډه د کاندیدانو لپاره پر کمپاین کونکیو او همدارنګه په رای ورکونکیو غږ وکړ چې ارام و اوسېږي او د انتخاباتو کمیسون خپل کار ته پرېږدي:

(( زه له کاندیدانو، د هغوی لپاره له کمپاین کونکیو ، او رایو ورکونکیو څخه غواړم چې حوصله دې وکړي او ارام دې و اوسېږي، او د انتخاباتو کمیسون دې پرېږدي چې خپلو کارونه په منظمه توګه پر مخ یوسي څو د انتخاباتو بهیر د اعتماد وړ وګرځي))

ټاکل شوې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسو ن به لومړني نتایج نن اعلان کړي، خو تر دې اعلان مخکې د عبدالله عبدالله او حامد کرزي ملاتړو په دې انتخاباتو کې د بری ادعاوې کړي دي.


پرون د افغانستان د ماليي وزیر د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشر حامد کرزي د بریالیتوب ادعا وکړه .

رویټرز خبري اژانس د ماليي د وزیر عمر زاخیلوال له خولې وايي هغه شمېرې چې د کابینې د یو غړي په توګه ده ته رسیدلي ښيي چې ولسمشر کرزي د شمال په ګډون په ټول افغانستان کې ډېرې رايې ګټلي دي .

ښاغلي زاخلیوال په یوه ماښمنۍ کې خبریالانو ته وویل هغه شمېرې چې د ته رسیدلي ولسمشرکرزي د ورکړل شویو رایو اته شپیته په سلو کې ګټلې دي.

زاخیلوالو ویلي دا شمېره د هغو څلور نېمو میلونو رایو په بنسټ ده چې تر اوسه شمېرل شوې دي ، نوموړي د ټولو ورکړل شویو رایو شمیر پنځه میلونه وښود.

خو کله چې په دې اړه د بل مخکښ کاندید عبدالله عبدالله د کمپاین ویاند فضل سنچارکي وپوښتل شو هغه وویل :
(( دا سمه نه ده موږ باید تر هغې صبر وکړو چې د انتخاباتو کمیسون لومړني نتایج اعلان کړي . ))

د عبدالله عبدالله لورې ویلي په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه یې تر سلو زیات شکایتونه د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسون ته سپارلي دي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته ددې هېواد سیاسي فضا له ناندرو ډکه ده، د مخکښو کاندیدانو حامد کرزي او عبدالله عبداله دواړو کمپاین کونکي ادعا کوي چې دوی تر نورو د مخه دي .

خو دواړو لورو ویلي د انتخاباتو نتایجو ته به درناوی وکړي او هغه به ومني .