د م.م. استازی له شمالي کوریا سره خبرې کوي

پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د بندیز لګولو هم آهنګ کوونکي فلیپ ګولډ بیرګ نن د جنوبي کوریا له مقاماتو سره پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د بندیز لګولو په اړه خبرې کوي چې د خپلو اټومي وسلو له پروګرام څخه لاس واخلي.

ګولډبیرګ له خبرو وروسته وویل، په ټولییزه توګه دغه هڅې دغیر اټومي کولو او د توغندیو د پروګرام د بندولو لپاره دي.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د شمالي کوریا یوې لوړ رتبه ډلې پرون له ولسشمر میونګ بک سره وکتل.

څو اوونۍ وړاندې شمالي کوریا ویلی و، چې له بې وسلې کولو سره د مرستې په پروګرام کې به ګډون ونکړي چې د دواړو کوریاوو، چین، جاپان، روسیې او متحد ایالاتو ترمنځ کیږي.