د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، په هېواد کې یې د مخدره موادو د سترو قاجاقبرانو د نیولو لپاره نوې هلې ځلې پیل کړي دي.
د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د وزارت ویاند زلمی افضلي له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل، دوی د ډیرو قاچاقبرانو د نیولو په لټه کې دي خو پنځوس هغه کسان یې په سر کې دي چې له وسلوالو طالبانو سره اړیکي لري او مالي مرسته ورسره کوي.
زلمي افضلي وویل، په دوی کې افغانان او بهرنیان دواړه شامل دي.
راپورونه وايي، د امریکا متحده ایالاتو هم له دریو سوو نه د ډيرو داسې قاچاقبرانو لیست برابر کړی چې په افغانستان کې د نشه یي توکو کاروبار کوي.