انتخاباتوخپلواك كميسيون د نتايجو په اړه د راپورونود نه خپرولوغوښتنه كړې

د انتخاباتوخپلواك كميسيون يوځل بيا له ټولو كانديدانو، رسنيو اوخپلواكو ارګانونوڅخه غوښتي چې د انتخاباتو د نتايجو په اړه د اټكل له مخې د هرډول راپورونوله خپرولوڅخه ډډه وكړي.

تر دې وړاندې د جمهوري رياست د ځينوكانديدانود انتخاباتي مبارزو مسوولينود انتخاباتود نتايجو په هكله ځينې شمېرې خپرې كړي او په انتخاباتوكې يې د بري ادعا كړې ده.

د انتخاباتوخپلواك كميسيون د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې د انتخاباتو د نتايجو د اعلان صلاحيت يوازې نوموړى كميسيون لري او په دې برخه كې هرډول څرګندونې غيرقانوني او له واقعيت نه لرې دي.

د انتخابات خپلواك كميسيون ويلي دي چې د انتخاباتو لومړني نتايج به د سنبلې يا وږي په دولسمه او وروستۍ يا نهايي نتايج به دهمدې مياشتې په شپږ وېشتمه نېټه اعلان شي.