اورپايي څارونکي: انتخابات د افغانانو یو بری و

د اروپايي څارونکو د هیات مشر فلیپ موغیون په کابل کې خبریالانو ته وویل، که څه هم افغانان له رایې ورکولو نه مخکې د یوې اونۍ راهیسې له ستختو امنیتي تهدیدونو سره مخامخ وو، خو بیا یې هم د انتخاباتو په ورځ په میړانې سره خپله رایه ورکړه.

موغیون د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات په عمومي توګه ښه ترسره شول خو په ځینو سیمو کې د ناامنیو له امله ازاد نه وو:

"یقیناً ازاد او عادلانه انتخابات یو ایډیال وي. د امنیتي ستونزو له امله په ځینو سیمو کې دغه انتخابات ازاد نه و. خو په عمومي توګه لکه څرنګه چې زموږ څارونکو مشاهده کړې، دا انتخابات ښه او مناسب و."

فلیپ همداراز زیاته کړه، دا به له وخته مخکې وي، چې د پنجشنبې د ورځې د انتخاباتو د شفافیت او عادلانه توب په اړه ورستی قضاوت وشي.

نوموړی وويل، اروپايي هیئت به د افغانستان د انتخاباتو د څارنې وروستی راپور ددغو انتخاباتو د نتایجو له اعلانولو وروسته خپور کړي.

اورپايي ټولنې په دغه هیئت کې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د څارنې لپاره ۶۷ څارونکي کابل ته استولي و.

پلاوی وايي، چې د خپلو شاوخوا درې سوو کارکوونکو په واسطه یې په اولسو ولایتونو کې د انتخاباتو څارنه وکړه.

د پلاوي مشر وویل، چې د انتخاباتو په وخت په څلوریشتو ساعتونو کې په ټول افغانستان کې ۲۷۰ امنیتي پیښې وشوې خو د امنیتي ځواکونو د موثرو تدابیرو له وجې یې تلفات کم وو.
هیئت په خپل راپور کې ویلي دي، چې د افغانستان په شمال کې د رایې ورکوونکو شمیر تر ټولو ډیر و او په جنوب کې یې بیا تر ټولو کم.

په راپور کې همداراز ویل شوي دي، چې په انتخاباتو کې د کاندیدانو، رایې ورکوونکو او د انتخاباتو د کارکوونکو په توګه د ښځو ونډه کمه وه.

د رایې ورکوونکو د عمومي شمیر په اړه د هیئت ريیس وویل:

"په ۲۰۰۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې اتو ملیونو خلکو رایه ورکړې وه، په ۲۰۰۵ کال د ملي شورا په انتخاباتو کې ۶،۵ ملیونو خلکو برخه کې اخیستې وه.

نو که چیرې موږ په همدې سحطه کې یو، یانې که د رایې ورکوونکو شمیر له له شپږ نیمو نه تر اتو ملیونو پورې وي، نو دا شمیر قانوني او د منلو وړ بلل شوی دی. زه فکر کووم، چې موږ باید په همدې وضعیت کې و اوسو."

که څه هم د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د درغلیو ناتایید شوي راپورونه هم ورکړل شوي دي، خو دغه انتخابات په نړیواله سطحه وستایل شول.

ټاکل شوې چې د دغه انتخاباتو لومړني نتایج تر راتلونکې سه شنبې او ورستي یې د وږي د میاشتې په شپږ ویشتمه نیټه خپاره شي.