حسن مبارک له بارک اوباما سره وکتل

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون د مصر له جمهور رییس حسني مبارک سره په سپینې ماڼۍ کې وکتل.

دا په تېرو شپږو کلونو کي امریکا ته د مصر د جمهور رییس لومړنی سفر دی.

سپینې ماڼۍ ویلي دا کتنه منځني ختیځ ته د واشنګټن د نږدي کیدو لړۍ ده.
مبارک په داسي حال کي واشنګټن ته سفر کړی چی جمهوررییس اوباما غواړي د منځني ختیځ د سولې په ټپه دریدلي پروګرام بیرته ژوندۍ او فعاله کړي.

د جمهور رییس اوباما اداره د عربو له معتدلو مشرانو څخه غواړي داسي ګامونه پورته کړي چی اسراییل په فلسطیني ځمکو کې د یهودیانو د میشت ځایونو جوړولو د کارونو بندولو ته وهڅول شي.

خو مبارک وویل، عربي هېوادونه غواړي یوازې هغه مهال په دې پروسه کې فعاله ونډه واخلي چې، اسراییل او فلسطین یوځل بیا د سولې مخامخ خبرې پېل کړي.

واشنګټن په منځلاروعربي هېوادونو ټينګار کړی، داسې اقدامات وکړي چې اسراییل د خپلو میشت ځایونو جوړول ودروي.