افغان حکومت له ټولوسیمه ایزو او نړېوالو رسنېو غوښتنه وکړه چې، د پنجشنبې ورځې د انتخاباتو په مهال د تاوتریخوالو د پېښو په اړه له راپور ورکولو ډډه وکړي.
په هغه فرمان کې چې د افغانستان د بهرنېو چارو وزارت اوملي امنیت د شورا له خوا خپره شوی راغلي، له ټولو رسنېو هیله کېږي چې اګسټ میاشتې په شلمه د انتخاباتو په ورځ دې د سهار له شپږو د ماښام تر اتو بجو د تاوتریخوالو په اړه راپور نه خپروي.
همدا راز د کورنېو چارو د وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې، د هرې یوې حملې له صحنې څخه دې له راپور ورکولو دې ډډه وشي.
په دې اعلامیه کې د هغو کسانو په اړه چې که له دغه قانون څخه سرغړاوې وکړي څه ډول چلند به ور سره وشي زیات توضیحات نه دي ورکړل شوي.
د افغانستان د ژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې مشر رحیم الله سمندر وویل: دغه فرمان څرګندوي چې افغان حکومت امنیت نه شي تامینولای.
نوموړي زیاته کړه، له دغه فرمان سره سره به افغان او بهرني خبریالان خلکو ته د انتخاباتو په مهال د ټولو پېښو رپوټونه ورکړي.