په بدخشان كې د انتخاباتو څلور مامورين ووژل شول

په دغه ولايت كې چارواكو ازادۍ راډيو ته وويل پرون مازيګر په ارګو ولسوالۍ كې د انتخاباتو خپلواك كميسيون د غړيو موټر د سړك غاړي پر ښخ شوي ماين وخوت په دې پېښه كې په ارګو ولسوالۍ د انتخاباتو د سيمه ييز ناظم په ګډون د انتخاباتو څلور غړي ووژل شول. مسووليت يې چا نه دى منلى.

په يوه بل خبر كې ويل شوي چې د خوست ولايت په ختيځه، لكڼو سيمه كې د راى وركولو په يوه مركز كې د پوليسو يو افسر وژل شوى.

د والي وياند كوچى ناصري وايي دغه افسر د ودانۍ له دويم منزل څخه لاندې غورځېدلى او د پېښې د علت په اړه تحقيقات روان دي.