د بشر حقونو فعالانو او خبريالانو د افغان حكومت دا پرېكړه غندلې ده چې ويلي يې دي، لوېديځ او افغان مطبوعات دې د افغانستان د انتخاباتو په ورځ د پېښو او شخړو رپوټونه نه خپروي.
په نيويارك كې د بشر حقونو د څار د ډلې غړي ريچ ريډ چې د افغانستان په اړه څېړنه كوي وايي د افغان حكومت دا هڅه چې رسنۍ دې د پېښو رپوټونه نه خپروي د رسنيو د ازاديو مخالف اقدام دى. د ريډ په وينا، افغانان دا حق لري چې له امنيتي تهديدونو څخه خبر شي.
تر دې مخكې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او د ملي امنيت شورا په يوه فرمان كې ويلي وو، د انتخاباتو په ورځ دې ټولې رسنۍ د سهار له شپږو د ماښام تر اتو بجو د تاوتريخوالي راپورونه نه خپروي.