ایساف: خپل تعرضي عملیات محدودوو

په افغانستان كې نړيوال سوله ساتي ځواكونه وايي چې د انتخاباتو په ورځ به خپل تعرضي عمليات محدود كړي.

د سوله ساتو ځواكونو يا ايساف له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميې كې راغلي دي، چې د انتخاباتو په ورځ به يواځې هغه پوځي عملياتو ته دوام ورکړي چې اړين ګڼل كيږي.

اعلاميه زياتوي سوله ساتي ځواكونه به له افغان ځواكونو سره په ګډه هڅه وكړي داسې امنيتي زمينه برابره كړي چې خلك وكولای شي په ارام زړه په انتخاباتو كې رايه وركړي.