پر ارګ دوو الوتکو تبلیغاتي پاڼې وشيندلې

د افغانستان د دفاع وزارت وايې، چې د هغو دوو هليو کاپټرونو پیلوټان يې نیولي دي،چې د ارګ په ماڼۍ او د دفاع د وزارت په ودانۍ يې د یو کاندید تبلیغاتي پاڼې غورزولې دي.

د دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د افغانستان د جمهوري ریاست ماڼۍ او د دفاع وزارت ودانۍ هغه ممنوعه سیمې دي، چې هیڅ ډول تبلیغاتي پاڼې پرې نه شي غورزول کیدلی.

دا تبلیغاتي پاڼې نن سهار په داسې حال کې شیندل شوي، چې په غازي سټیډیوم کې د جمهوري ریاست د یو کاندید عبداله عبداله د کمپاین غونډه روانه وه.

له بل لوري د نوموړي د کمپاین د رسنیو د څانګې یو مسول فضل سنګ چارکي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا پاڼې د دوي وې او باد دې سیمې ته وړي دي.