د افغانستان د جمهوري ریاست د درېو وتلو کاندیدانو تر منځ راډیو يې او ټلویزیوني مناظره، چې د ازادۍ راډیو او د افغانستان د ملي ټلویزیون له خوا په ګډه جوړه شوې وه د خلکو له پراخ هرکلي سره مخامخ شوې ده.
د ورکړل شویو راپورونو له مخې تېره شپه په افغانستان کې دننه او بهر په ملیونونو خلکو دا مناظره چې د ازادۍ راډیو او ملي ټلویزیون له خوا په ژوندۍ بڼه خپریدله ولیدله .
د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو د ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي د ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر رمضان بشر دوست دا مناظره په ټول دقت سره ولیدله.
په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو هم ددې مناظرې په اړه بېلابېل مطالب خپاره کړی دي.