د ملګروملتونو د سازمان عمومي منشي بانكي مون او د امريكا متحده ايالاتو په كابل كې د تيرې ورځې ځان وژونكې حمله سخته غندلې ده.
د ملګروملتونو د عمومي منشي د وياند د دفتر په يوه خپره شوې اعلاميه كې بانكې مون دغه حمله چې د انتخاباتو په درشل كې شوې او كابو سل تنه يې ووژل او ټپيان كړل وغندله.
له بله پلوه دامريكامتحده ايالاتو هم دا حمله سخته غندلې ده.
په كابل كې د امريكا د سفارت په يوه خپره شوې اعلاميه كې د دې پيښې د قربانيانو له كورنيو سره د امريكا د خلكو د خواخوږي مراتب وړاندې شوي دي.
په كابل كې د تيرې ورځې په ځان وژونكې حمله كې چې د ايساف يا نړيوالو سوله ساتو ځواكونو د قومندانۍ دروازې ته نژدې وشوه چې تر ډېره ملكي كسان مړه اوټپيان شول.