په لوګر ولايت كې د ملي امنيت مسوولين وايي چې تېر ورځ يې د دې ولايت مركز پورې مربوطه سيمه دشت بارې كې يو وسله وال طالب وژلى او يوبل يې ژوندى نيولى دى.
دوى وايي چې دغو وسله والوطالبانو د افغان او نړيوالو ځواكونو د پوځي موټرو د الوزولو لپاره په سړك كې مينونه ښخول.
د لوګر ولايت د ملي امنيت يوۀ مسوول ازادۍ راډيو ته وويل چې دوى يوه اندازه وسله او مهمات هم ترلاسه كړي دي.
په خبركې ويل شوي چې د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ د دولت كلا له د ښتې څخه د درنو وسلو نږدې اتيا فيره مرمۍ او نور چاوديدونكي مواد هم نيول شوي دي.
دغه راز د لوګرولايت امنيتي چارواكو د طالبانو او حزب اسلامي هغه ادعاوې هم رد كړې چې ګوندې تېره ورځ يې د دې ولايت په مركز، بركي برك او څرخ ولسواليو كې د افغان او بهرنيو ځواكونو څلور ټانكونه ويجاړ كړي اونږدې دېرش تنه عسكر يې وژلي دي.