د جنداانصارالله مشر په رفح کې ووژل شو

د فلسطین د حماس ډله وایي، د جند انصارالله د وسله والې ډلې مشر د غزې په تړانګه د رفح په ښارګوتي کې په نښته کې ووژل شو.

د حماس د ډلې د کورنېو چارو د وزارت ویاند ایهب حسین اسوشیتد پس خبري آژانس ته وویل، د جند انصارالله د ګوند مشر عبدالطیف موسی د نن سهار وختي نښتو په دوام کې ووژل شو.

راپورونه همدا راز وایي: د حماس او جند انصارالله د ډلو ترمنځ په دوه ورځینۍ جګړه کې شاوخوا دېرویشت تنه وژل شوې دي.
عینې شاهدان وایي جګړه هغه مهال پیل شوه چي د حماس ځواکونو د غزې په جنوب رافا ښارګوټي کي یو جومات چي د جند انصار الله ډلې شاوخوا سل کسان پکي راټول شوي وو، محاصره کړ.

ددې ډلې مشر د جمعې په ورځ په غزه کې اسلامي امارت اعلان کړ چې دغه اعلان د حماس پرضد کودتا ته ورته وه.