راپورنه وايي چې د ارزګان ولايت په چوره ولسوالۍ كې پر پوليسو د مخالفينو په دوو جلا بريدونو كې لس كسه وژل شوي او ټپيان دي.
د ارزګان د لویې لارې د كنډک د ښوونې او روزنې مسوول ولي جان ازادۍ راډيو ته ويلي چې په دغه بريد كې دوه ملكيان وژل شوي او پينځه پوليس او درې ملكيان ټپيان دي.
بل خوا د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ په چاكر سيمه كې د طالبانو سره د پوليسو په نښته كې يو پوليس او شپږ طالبان وژل شوي او لس طالبان ټپيان دي.
د غزني ولايت امنيه قومندان خيال باز شيرزوى د دغو څرګندونو تر څنګ ويلي دي چې په وژل شويو كسانو كې د ملانصير په نوم د طالبانو درې قومندانان هم شامل دي.
خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند ګڼي يواځې د يو طالب ټپي كېدل مني وايي چې لس پوليس يې وژلي دي.
دولتي چارواكي دا ادعاوې ردوي.