په خوست كې چاودنې مرګ ژوبله واړوله

پرون مازيګر شا و خوا څلور بجې د خوست نظام قراول ته نژدې چاودنه وشوه، د خوست والي وياند كوچي ناصري ازادۍ راډيو ته وويل دا په يوه بوجۍ كې د توپ يوه عيار شوې ګولۍ وه چې د ريموټ په واسطه كنټرولېده، هغه وايي دې چاودنې ملكيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. خو ده يې دقيق شمېر ياد نه كړ.

د خوست د روغتيا رئيس ميرباچا منګل وويل يو كس په دې چاودنه كې وژل شوى او دوه نور ټپيان دي. په سيمه كې تر پېښې وروسته د سپكو وسلو ډزې هم اورېدل شوي، ځينو عيني شاهدانو دا د ځان وژنې حمله ګڼلې، خو امنيتي مسولين د خلكو ادعا نه مني.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.