په وردګو كې پوځي عمليات پای ته ورسېدل

د ميدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ كې د افغان او نړيوالو ځواكونو په ګډو عملياتو كې اته وسلوال وژل شوي دي.

د دغه ولايت مطبوعاتي دفتر وايي دغه عمليات درې ورځې مخكې د دې لپاره پيل شوې وو، چې خلكو ته په انتخاباتو كې د ګډون خوندي چاپېريال برابر شي.

اعلاميه وايي په اتو وژل شويو كې څلور عرب جنګيالي دي او يوه اندازه وسلې او مهمات د دولتي ځواكونو لاسته ورغلي.

په اعلاميه كې د افغان او نړيوالو ځواكونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.