د روسیې ولسمشر دیمیتري میدفیدیف د اوکراین پر مشرتابه سخت انتقاد کړی دی او تورن کړی یې دی چې د روسیې پر ضد دی او غواړي چې له ماسکو سره اړیکي خراب کړي.
په یوه پرانیستي لیک کې میدفیدیف د اوکراین ولسمشر ویکتور یوشچینکو ته ویلي دي چې کییف ته به د نوي سفیر لیږل تر هغو وځنډوي چې د دواړو هیوادونو تر منځ روابط ښه شوي نه وي.
میدفیدیف د یوکراین مشران ملامته کړي دي چې له روسیې سره د اقتصادي روابطو د ګډوډولو هڅې کوي او غواړي چې اورپا ته د ګازو د غځیدلي پایپ لاین په برخه کې ستونزې پیدا کړي.
د روسیې ولسمشر همداراز ویلي دي چې اکراین له ګورجستان سره د ګورجستان په بیلتون غوښتونکې سیمې جنوبي اوسیتیا کې په جنایتونو کې لاس لري.