حامد کرزی، ډاکټر اشرف غنی او ډاکټر عبداله به ګډه مناظره وکړي

ټاكل شوې د ه چې د جمهور ريس حامد كرزي په شمول د جمهوري رياست دوه نور كانديدان، ښاغلې ډاكټر اشرف غني احمدزي او ډاكټر عبدالله عبدالله په هغه مناظره كې برخه واخلي چې د زمري په پنځه ويشتمه په كابل كې جوړيږي.

د انتخاباتي مبارزې له پيل نه اكثرو كانديدانو په يوه بل په تېره بيا حامد كرزي باندې غږ كړی چې هغوی سره په مناظره كې برخه واخلي.

كه څه هم ښاغلې كرزي د كانديدانو ترمنځ مخكنيو مناظرو كې برخه نه ده اخيستې خو دا به اول ځل وي چې د ښاغلي كرزي او نورو مخكښو كانديدانو ترمنځ مناظره كيږي.

دا مناظره د ازادي راډيو او ملي تلويزيون په ګده همكارۍ د زمري یا اسد په پنځه ويشتمه د ماذيګر په پنځه نيمو بجو مستقيما د ازادي راډيو، ملي تلويزيون او نورو محلي او بين المللي رسنيو نه خپريږي.