د هرات په درېيو بېلابېلو ولسواليو كې د سړكونو د رغولو كار پيل شوی دی.
په هرات كې د كليو او پراختيا د رياست وياند محمد فرهاد قاضي زاده ازادي راډيو ته وويل چې په سړكونو باندې د شګو اچولو دغه كار د هرات په ګلران، ګذري او غوريانو ولسواليو كې پيل شوي دي.
ده زياته كړه د دغو سړكونو د رغولو كار به د درېيو مياشتو په موده كې بشپړ شي او يوولس ميليونه افغانۍ به پرې ولګول شي.
قاضي زاده وویل، د دې پروژې مالي لګښت له هغو پیسو څخه منل شوي، چې هرات ولایت ته د کوکنارو د کرکېلو د صفر کېدو وروسته ورکړل شوي.