ترکیه اوعراق پر سوداګري اړیکو خبرې کوي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داودوغلو عراق ته رسیدلی دی. اټکل کیږي چې دی به هلته د یوه ورځني سفر پر مهال د سوداګرۍ او امنیت په اړه له عراقي چارواکو سره خبرې وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، هیواد یې عراق ته یو لړ وړاندیزونه تیار کړي دي چې په ځانګړې توګه د انرژۍ، ترانسپورت او سوداګرۍ په برخو کې دي.