بغلان کې د یوې کورنۍ درۍ ماشومان داوبو بند کې ډوب شوي

په بغلان ولايت كې نن د يوې كورنۍ درې تنه ماشومان د پلخمري ښار د اوبو په بند كې ډوب او مړه شول.

له سيمې نه د ازادۍ راډيو خبريال خبر راكړ چې دغه ماشومان د خپلې كورنۍ له نورو غړو سره په يوۀ كرولا ډوله موټر كې سپاره وو چې موټر يې د موټر چلوونكي د بي احتياطۍ له امله له سړك نه واوښت او د اوبو په بند كې ډوب شو.

د نوموړې كورنۍ نورغړي له دې پيښې څخه ژوندي راوتلي دي.