د ډاكټر اشرف غني احمدزى او ډاكټر عبدالله اقتصادي پروګرامونه

ډاکتراشرف غني احمدزی او ډاکترعبدالله

د راتلونكې ولسمشرۍ لپاره دوو تنو كانديدانو د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې لخوا په جوړ شوي بحث كې برخه واخيسته او د بري په صورت كې يې خپل راتلونكي اقتصادي پروګرامونو روښانه كړل .

د دغه بحث يو ګډونوال ولسمشرۍ ته كانديد ډاكټر اشرف غني احمدزي د خپلې اقتصادي ستراتيژۍ په اړه وويل:

"زه غواړم چې د بريښنا د لس زره ميګا واټه برق د توليد پروژې جوړې او دغه شان دوه مليارډه ډالر خپله بانكي پانګه فعاله كړم او د كرنې او مالدارۍ په برخه كې د عربي نړۍ څخه د لس ملیارد ډالرو مرسته جلب كړم."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعوو د خونې چارواكي وايي چې تر دې دمخه يې د ولسمشرۍ لپاره د ټولو كانديدانو نه غوښتې وه چې خپل اقتصادي پروګرامونه په ليكلي ډول دغه خونې ته وسپاري.

د دوى په وينا د دغو كانديدانو د اقتصادي طرحو تر څيړلو ورسته يې درې طرحې انتخاب او طرحه جوړونكي كانديدان يې د مباحثې او پوښتنو ته د ځواب وركولو په هدف مخامخ سره كينول.

اشرف غني احمدزى، عبدالله عبدالله او حامد كرزى هغه كانديدان وو چې د دوى طرحې د سوداګرۍ او صنايعوو د خونې د چارواكو د پام وړ ګرځيدلې وې.

ولسمشرۍ ته كانديد ډاكټر عبدالله عبدالله د خپلو اقتصادي طرحو په اړه څه داسې وويل:

"په راتلونكو پينځو كلنو كې د دغو پرګرامونو د پلي كولو لپاره ۴۰ مليارډو ډالرو ته اړتيا ده، چې يوه برخه يې كيداى شي د داخلي عوايدو څخه تر لاسه شي، خو پاتې برخه به يې د بده مرغه بهرنۍ مرسته وي، چې د بهرنيو مرستو د بې ځايه لګولو بهير به په هيواد كې د يو اقتصادي منظم پلان په رامنځته كولو كې ډير اغيزمن وي."

په دغه بحث كې له حامد كرزي څخه هم د خپلو اقتصادي پروګرامونو په اړه د تشريحاتو غوښتنه شوى وه خو نوموړي په دغه بحث كې ګډون نه و كړى.

د انتخاباتي مبارزو په پيليدو سره اكثرو كانديدانو د غونډو په جوړولو سره او يا هم د رسنيو له لارې خپل پروګرامونه له ولس سره شريك كړي دي.

خو دا لومړى ځل و چې چې كانديدان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې په نوښت د خصوصي سكتور د استازو په غونډه كې خپل اقتصادي پروګرامونه تشريح كړل.

د سوداګرۍ او صنايعوو د خونې چارواكي وايي چې په هيواد كې د اقتصادي چارو د پراختيا په خاطر به له هغه كانديد څخه خپل ملاتړ څرګند كړي چې تر ټولو غوره اقتصادي طرحه وړاندې كړي.

راپور : اجمل تورمان