بارکزی: په ځینو ولسوالیو کې انتخاباتي مرکزونه نه دي پرانیستل شوي

ذکریا بارکزی

د دغه كميسون د دالانشاء مرستيال ذكريا باركزي د دوشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه كې وويل، چې د هېواد د څلورو جنوبي ولايتونو امنيتي حالات ښیي، چې د دغو ولايتونو په لسو ولسوالېوكې، د نا امنيو له امله انتخاباتي مركزونه پرانه نيستل شي:

"موږ به دانتخاباتو تر ورځو پورې منتظر اوسو، ځكه چې د هېواد د څلورو ولايتونو قندهار، هلمند، غزني او ميدان وردكو د ولايتونو په لسوولسواليو كې امنيت ښه نه دی، كه چيرې امنيتي ځواكونو هلته امنيت ټينګ كړ، زموږ پرسونل به په كې مركزونه فعال كړي."

د انتخاباتود خپلواك كميسيون د معلوماتو له مخې په دې ولسوالېو كې د رايو وركولو درې نوي مركزونه په پام كې نيول شوي و او تر اوسه په كې خلكو د رايو وركولو كارټونه نه دي ترلاسه كړي.

كميسيون دا هم وايې، د دوی ټول فعاليتونه امنيتي ارګانونه پورې اړه لري، او هركله چې هغوى ډاډ وركړي، انتخاباتي پرسونل چمتو دى چې خپلې چارې په كې پرمخ بوزي.

په دې هكله افغان امنيتي ځواكونه وايي چې، د انتخاباتو د ښه ترسره كېدو لپاره يي پراخ او جدي تدابير نيولي دي او كومې اندېښنى چې د انتخاباتو له خپلواك كميسيون سره پېدا شوي، هغه به له منځه يوسي.

د كورنېو چارو د وزارت وياند زمري بشري، د انتخاباتو لپاره د دوی د امنيتي تدابيرو په هكله ازادۍ راډيو ته وويل:

"د كورنيو چارو د وزارت پوليس به په هغو ولسواليو كې چي، جدي تحديدونه په كې شته او انتخاباتو له ستونزو سره مخ كوي، هلته به ډېر ژر تصفيوي عمليات ترسره شي او خلكو ته به زمينه برابره شي چې د رايو وركولو مركزونو ته ورشي."

د انتخاباتو پرخپلواك كميسيون سربېره، د افغانستان خلك هم وايي، چې كېدای شي د هېواد د جنوبي ولايتونو په ليرې پرتو سيمو كې د نا امنيو له امله انتخابات ترسره نه شي.

همدارنګه كميسيون دا هم وايي چې، دوی په لومړي سركې د رایو وركولو اوه زره (۷۰۰۰) مركزونه په پام كې نيولي و، خو امنيتي ارګانونو د هغو شمېر شپږنيم زرو ته راكم كړ.

خو زمرى بشري بیا وايي، د امنيت د ټينګښت لپاره د دوی عمليات پیل شوي او پای ته لانه دي رسيدلي.

دى وايي، روان عمليات به د انتخاباتو تر دايريدو پورې ښې لاسته راوړنې ولري.