د لوګر پر مرکز (پل علم) طالبانو برید وکړ

طالبانو نن غرمه مهال د لوګر پر مركز حمله كړې ده چې راپورونه وايي جګړه اوس هم دوام لري .

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش لږ مخكې ازادي راډيو ته وويل چې طالبانو د لوګر د امني قومنداني او د ولايت د مقام ترمنځ په يوې لوړې ودانۍ كې ځای نيولی چې هم د امنيې په قومندانۍ او هم د ولايت په مقام ډزې كوي.

نوموړي د دولتي ځواكونو او طالبانو ترمنځ په دغه روانه نښته كې د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه څه و نه ويل

طالبانو رسنيو ته ويلي دي چې دوی د امنيې قومندانۍ دننه څو ځان وژونكي بريدونه ترسره كړي چې شاخوا ۲۰ پوليس په كې وژل شوي دي.

خو دولتي چارواكو تر دې مهاله د طالبانو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي

د لوګر د مركز پل علم څخه خلك د تېښتې په حال كې دي او بازار تړل شوی دی.

په دې اړه به پوره حال لږ وروسته له ازادي راډيو څخه واورئ.